اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ سره د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئی ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا د جاري شوي اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د بلوچستان اسمبلۍ په پارليماني چارو ٬ د قانون سازۍ په عمل او په صوبه كښې د قانون سرلوړۍ سره په اړوندو بېلو اړخونو خبرې …
وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر ملاقات٬ په صوبه كښې د امن په وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ سره د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئی ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا د جاري شوي اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د بلوچستان اسمبلۍ په پارليماني چارو ٬ د قانون سازۍ په عمل او په صوبه كښې د قانون سرلوړۍ سره په اړوندو بېلو اړخونو خبرې وشوې۔ په دې موقع دواړو لارښودو په صوبه كښې د امن په مجموعي وضعه او دې سره په اړوندو نورو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير د وفاقي حكومت لخوا په بلوچستان كښې قانون سازۍ او عدالتي نظام او ګورننس كښې بهترۍ لپاره د هرې ممكنه مرستې باور وركړو









