په يو اي ټي پيښور كښې يوم تشكر قومي او مذهبي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه٬ وسله والو ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې

پېښور ۔ 20 مئی (اے پی پی) په یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی پېښور كښې ” يوم تشكر” قومی او مذهبي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه چې مقصد يۍ د وروستي هندي جارحيت په ضد د پاكستان د وسله والو ځواكونو په فعاله او زړوره كارروا يۍ او د ”آپرېشن بنیان مرصوص” په كاميابۍ د تشكر څرګندونه وه۔ د دې ورځې مناسبت سره په یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی پېښور كښې يوه دستوره وشوه په كومه كښې چې زده كوونكو ٬ فېكلټي او اېډمن سټاف ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د هېواد امن ٬ سلامتيا ٬ قامي يووالي او د وسله والو ځواكونو عزم او استحكام لپاره خاص دعاګنې وكړې شوې۔ وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر صادق خټک په دې موقعه خپل خطاب كښې د پاكستان حكومت او د خېبر پښتونخوا حكومت ته د هېواد دفاع ٬ سلامتيا او امن په ځايې كولو له په قربانيو وركولو ٬ حوصلې او عزم واستقلال د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده په زده كوؤنكو او استاذانو زور راوړو چې هغوي دې يو موټې كېدو سره د هېواد په تعمير او پرمختګ كښَې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ټول قام وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے او له كومې هم قربانۍ څخه به سرغړونه نه كوي۔ د دستورې په پايه كښې ګډون كوونكو په كېمپس كښې د قامي يووالي څرګندونه كولو سره د يوم تشكر واك اهتمام وكړو په كوم كښې چې د نعرہ تکبیر،پاکستان زندہ باد او کشمیر بنے ګا پاکستان نعرې پورته كړې شوې۔