بیجنګ۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د نهې په ورځ په بيجنګ كښې د چين كميونسټ پارټۍ نړي والې څانګې وزير لي و جيان چاو سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير اعظم د پاكستان خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او دې سره اړوندو چارو لپاره د چين د بشپړ ملاتړ ستائنه وكړه۔ په دې موقعه لیو …
د سينيټر اسحاق ډار د چين كميونسټ پارټۍ نړيوالې څانګې وزير سره ملاقات

مزید خبریں
بیجنګ۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د نهې په ورځ په بيجنګ كښې د چين كميونسټ پارټۍ نړي والې څانګې وزير لي و جيان چاو سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير اعظم د پاكستان خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او دې سره اړوندو چارو لپاره د چين د بشپړ ملاتړ ستائنه وكړه۔ په دې موقعه لیو جیان چاو د دې خبرې پخلې وكړو چې چين به د همه موسمی ستراتيجيكي مرستيالې همكارۍ او د آزموئلې شوي ملګري په حېث پاكستان سره خپلو اړيكو ته ترجيح وركوي۔ دواړو لارښودو د پاكستان د سياسي ګوندونو او سي پي سي ترمينځه د تړون په لا قوي كولو اتفاق هم وكړو۔









