د هندي جارحيت په ځواب كښې د پاکستان غبرګون متوازن او مناسب و: سفير عاصم افتخار احمد

ملګري ملتونه ۔20 مئی (اے پی پی)په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد د عرب ګروپ خپل سیالان د سیمې د اوسنۍ وضعې په اړه خبرولو سره ویلي چې د وروستۍ هندي جارحيت په ځواب كښې د پاکستان غبرګون متوازن او مناسب و۔ د پاکستاني مشن له خوا خپره شوې اعلامیه کښې ده وويل چې پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د خپل دفاع حق …

ملګري ملتونه ۔20 مئی (اے پی پی)په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد د عرب ګروپ خپل سیالان د سیمې د اوسنۍ وضعې په اړه خبرولو سره ویلي چې د وروستۍ هندي جارحيت په ځواب كښې د پاکستان غبرګون متوازن او مناسب و۔ د پاکستاني مشن له خوا خپره شوې اعلامیه کښې ده وويل چې پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د خپل دفاع حق کارولے دے، او مونږ به د مئ په 10مه هند سره د جنګ بندۍ پابندي كوو۔ عاصم افتخار احمد وویل چې د 1960 کال د سندھ طاس آبي لوظنامې ځنډول او نور هندي ګامونه پاروونكي ، د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور جدي سرغړونه ده۔ ده د جنګ بندۍ په ځاې ساتلو ، د تاوتریخوالي کمولو او سیمه ییز ثبات لپاره د پاکستان د ټولو اړینو اقداماتو د ترسره کولو لوظ څرګند كړو۔ سفیر وویل چې د هندي مشرانو څرګندونې هڅوونکې دي۔ ده په ډاګه وویل چې د جمو و کشمیر شخړې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېكړو او د كشميري اولس د هيلو په اساس له هوارېدو پرته په سوئيلي آسيا كښې تل پاتې امن په ځاې كېدې نه شي۔ ده د وروستني تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستاني دريځ په اداراك او په دې د پوهېدو د عرب ګروپ مننه وكړه۔

مزید خبریں