هارون اختر خان سره د پروفيسر اسټيفن ډركون ملاقات : معيشت ته په پيښو چيلنجونو ٬ موقعو او د صنعتي پرمختګ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔20 مئی (اے پی پی) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د برطانيې د اقتصادياتو چارو كار پوهه پروفېسر اسټېفن ډركون ملاقات وكړو۔ په اسلام آباد كښې شوي دې ملاقات كښې د پاكستان معيشت ته په پېښو چېلنجونو ٬ موقعو او د صنعتي پرمختګ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هارون اختر خان ووئيل چې په تېر وخت كښې د ټېكس شرحې او …

اسلام آباد۔20 مئی (اے پی پی) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د برطانيې د اقتصادياتو چارو كار پوهه پروفېسر اسټېفن ډركون ملاقات وكړو۔ په اسلام آباد كښې شوي دې ملاقات كښې د پاكستان معيشت ته په پېښو چېلنجونو ٬ موقعو او د صنعتي پرمختګ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هارون اختر خان ووئيل چې په تېر وخت كښې د ټېكس شرحې او ګرانې بجلۍ صنعتي څانګې ته زيات زيان ورسولو٬ بياهم د وزيراعظم په خصوصي هدايت د كمزورې صنعتونو بحالۍ له بشپړه ګامونه پورته كړی شول۔ پروفېسر اسټېفن ډرکون په خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان بايد داسې صنعتي پالېسي وضعه كړي كومه چې يو اړخ ته د صنعتونو تحفظ باوري كړي او بل اړخ ته پېداواري فعاليتونو ته وده وركولو له ترغيب هم وركړي۔ ده وئيل د سيمه ايزې مقابلې په فضا كښې پاكستاني صنعتونه په ځاي ساتلو له يو مستقل او تلپاتې تګلاره زياته ضروري ده۔ هارون اختر خان ووئيل چې د هېواد پرمختګ او د روزګار موقعې رامخې ته كولو له په صنعتي څانګه كښې سرمايه كاري زياته ضروري ده او حكومت دے مقصد لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔

مزید خبریں