این ډی ایم اے تربيه ،آلات او سټرکچر د جدیدو تقاضو سره سم كړي ، ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔19مئی (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلې دي د 2005ء زلزلې نه پس این ډي ایم اے تربيه ،آلات او سټرکچر د جدیدو تقاضو خطوط سره سم كړي ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د ډاکټر شازیه ثوبیه د این ډي ایم اے چارو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزیر ووئېل 2007ء كښې د آرډیننس تر مخه این ډي ایم اے جوړه كړې شوې وه ، د 18 م ترمیم نه پس صوبائي ادارې ډیزاسټر مینجمنټ کار كوي ، تربیه په وفاقي او صوبائي كچه وركولې كېږي ۔ د عالیه کامران د ضمني پوښتنې په ځواب ده ووئېل غونډې له به د ادارې په بجټ او نورو چارو تفصیلي بریفنګ وركړم ۔د ثمینه خالد ګھر کي د پوښتنې په ځواب ده ووئېل د تعلیمي ادارو په كچه د این سي سي پروګرام وي، د هغې د این ډي ایم اے د تربیي سره هيڅ تعلق نشته ، این ډي ایم اے د طبعي آفتونو د زيان كمولو لپار کار كو ي۔ ده ووئېل په تعلیمي ادارو كښې صوبائي او ضلعي ډیزاسټر مینجمنټ ټریننګ وركوي ۔