اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) پبلك پروكيورمنټ ريګوليټري اتھارټۍ (پيپرا) د وزيرِاعظم د ډيجيټل پاكستان وژن له مخې په اي پروكيورمنټ او رېګوليټري فريم ورك د 10 زره نه د زياتو كسانو تربيه ترسره كېدو سره يو بل سنګ ميل سر كړے۔ دا خبره د پيپرا مينيجنګ ډائريكټر حسنات احمد قرېشي د پبلك پروكيورمنټ اېنډ كنټريكټ مينجمنټ د تربيتي د جامع پروګرام پرانستې دستورې په مهال كړې٬ د …
په اي پروكيورمنټ او رېګوليټري فريم ورك د 10 زره نه د زياتو كسانو تربيه ترسره شوه۔ پيپرا

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) پبلك پروكيورمنټ ريګوليټري اتھارټۍ (پيپرا) د وزيرِاعظم د ډيجيټل پاكستان وژن له مخې په اي پروكيورمنټ او رېګوليټري فريم ورك د 10 زره نه د زياتو كسانو تربيه ترسره كېدو سره يو بل سنګ ميل سر كړے۔ دا خبره د پيپرا مينيجنګ ډائريكټر حسنات احمد قرېشي د پبلك پروكيورمنټ اېنډ كنټريكټ مينجمنټ د تربيتي د جامع پروګرام پرانستې دستورې په مهال كړې٬ د تربيي دا پروګرام پيپرا او نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيكنالوجي (نسټ) د پروفيشنل ډيويلپمنټ سينټر په همكارۍ سره كېږي۔ د ډپلومه پروګرام كښې بېلا بېل ماډيولز شامل دي چې پكښې د مؤثر او سپېځلي پبلك پروكيورمنټ بنيادي اصول، قانوني او ريګوليټري فريم ورك، د پروكيورمنټ د كار استعداد زياتول ، د اسټريټجك فريم ورك، سپېځلي انتخاب،تر انصاف رسنه، كنټريكټ مينجمنټ، نړيوال معيارونه٬ نړيوال ډونر فنډډ پروكيورمنټ، پبلك پرائيويټ پارټنرشپ او د اي پيډز جاج شامل دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د پيپرا اېم ډي حسنات قرېشي ووئيل د وزيراعظم هدايات په رڼا كښې په سركاري ادارو كښې پروكيورمنټ سيلز جوړ كړے شوي چرته چې تعينات افسرانو ته د اي پيډ او د پيپرا قواعد او ضوابط په اړه جامع تربيه وركړې كېږي دغسې چې ھغوي خپلې ذمه وارۍ د اهليت او سپځلو اصولو له مخې ترسره كړي ۔ ده ووئيل دا پروګرام تر ګرد هېواد پراخه كړے شوے دغسې چې د پبلك پروكيورمنټ په هر پړاٶ كښې وظيفائي پوهان رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل ادارې په كاميابي سره د اي پروكيورمنټ پليټ فارم معارفي كړے كوم چې د اي ګورننتس بنيادي ستن ده او كوم څخه چې حكومتي خرڅونو كښې د لس نه تر 25 فيصده بچت ممكن كېدے شي٬ ده ووئيل دا نظام سپېځلتيا٬ په لګښت كښې كمے ٬ سيالۍ٬ د وخت بچت٬ په كاروبار كښې اسانۍ او د كاربن په فټ پرنټ كښې كمي ته وده وركوي۔ د اېم ډي حسنات قرېشي له مخې تر اوسه د 28 زره نه زيات سپلائز كښې 400 غېر ملكي كمپنۍ هم شاملې دي كومې چې په اي پروكيورمنټ پليټ فارم رجسټرډ شوي دي٬ د دې نه علاوه نزدې 700 وفاقي، 5000 د پنجاب او 200 د سندھ پبلك پروكيورمنټ ادارې دې نظام څخه مستفيد كېږي۔ په دې موقع د پيپرا سينئر افسران، د اېف بي آر اهلكار او د افيشل پرچېز پوهه علي رضا هنجرا او د پي ډي سي نسټ جنرل منيجر محمد علي هم موجود وٶ۔










