اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په کېچ او آواران ضلعو كښې د هندي سپانسرډ ترهګر تنظيم بلوچستان لبريشن فرنټ (بي اېل اېف) د دوو ترهګرو په وژلو او د دوو په ژوبل شوو په نيولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم آفس ميديا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم د امنيتي ځواكونو د وظيفائي …
وزيراعظم شهباز شريف کيچ او آواران كښې د 3 ترهګرو په وژلو او د دوو په نيولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په کېچ او آواران ضلعو كښې د هندي سپانسرډ ترهګر تنظيم بلوچستان لبريشن فرنټ (بي اېل اېف) د دوو ترهګرو په وژلو او د دوو په ژوبل شوو په نيولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم آفس ميديا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم د امنيتي ځواكونو د وظيفائي پوهې او د هند اېجنډې په ضد په وخت د كاروائۍ ستائنه كولو سره ووئيل په بلوچستان كښې د بې ګناه وګړو ځان او مال د ترهګرۍ د لارې په خطر كښې اچولو لپاره د هند سازش بې نقابه شوے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د هند لخوا په پاكستان كښې امن او امان ته د زيان رسولو ناوړه عزائم خاورې كړو، حکومت او امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ د خاتمې عزم لري۔










