
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)سينيټ د اسلام آباد كيپټل ټيريټري امتناع ازدواج كم عمري بل 2025 په يوه خله منظور كړے دے۔د ګل په ورځ د سينيټ غونډه كښې سينيټر شيري رحمان دا بل د قامي اسمبلۍ څخه په منظور شوي او سينيټ څخه په لېږلې شوي صورت د وړاندې كولو تحريك وړاندې كړو۔د تحريك منظورۍ نه پس هغې دا بل غونډې ته وړاندې كړو۔د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر د دې بل د ايوان څخه منظوري واخسته او دغسې دا بل په متفقه توګه منظور كړے شو۔