اسلام آباد۔19مئی (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزیر مملکت ډاکټر شذرہ منصب وئېلې دي د ګلیشیئر وېلې كېدو څخه د خلقو ځانونو ته خطر وي ، د 37 ملین ډالر څخه يو پروګرام پېل كړے شوے د كوم تر مخه چې په وخت د خبرداري وركولو سسټم او د ځايي خلقو تربيه كېږي۔ دې د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو ځواب وركولو ۔ د يو غړي …
د پاکستان د موسمیاتي بدلون څخه ځپلو شوو هېوادونو كښې شامل دے ، د موسمياتي بدون وزیر مملکت

مزید خبریں
اسلام آباد۔19مئی (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزیر مملکت ډاکټر شذرہ منصب وئېلې دي د ګلیشیئر وېلې كېدو څخه د خلقو ځانونو ته خطر وي ، د 37 ملین ډالر څخه يو پروګرام پېل كړے شوے د كوم تر مخه چې په وخت د خبرداري وركولو سسټم او د ځايي خلقو تربيه كېږي۔ دې د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو ځواب وركولو ۔ د يو غړي د پوښتنې په ځواب كښې وزیر مملکت ډاکټر شذرہ منصب ووئېل پاکستان د موسمیاتي بدلونونو څخه ځپليو هېوادونو كښې شامل دے ، د ګلیشیئر وېلې كېدو څخه د خلقو ځانونو ته خطر وي ، ځكه 2025 د ګلیشیئرز كال ګرځولے شوے ۔ د خریف او ربیع فصلونو په حقله هم په وخت خبرتيا وركوو ۔ د عمیر نیازي د ضمني پوښتنې په ځواب ډاكټر شذرہ منصب ووئېل د بارانونو کمېدو خخه اوبه كمېږي او آبادي هم د اوبو د كمي سبب جوړېږي ، وزیراعظم يو ټاسک فورس جوړ كړے د كوم تر مخه چې د زیاتو اوبو غوښتونكو فصلونو کمولو او د لږو اوبو غوښتونكو فصلونو ته به وده وركولې شي ، د ډریپ اوبه خور پلو روان يوو ٬ دغسې چې اوبه بچ كړې شي۔ ۔دې ووئېل د صوبو تر مينځه د اوبو په مسئله په ګډه كار كوو ۔ د زرتاج ګل د ضمني پوښتنې په ځواب دې ووئېل د ډېرو پالیسيو جاج اغستو نه پس په هغې عملدرآمد کولې شي ، په هر نړيوال فورم د موسمیاتي انصاف په حقله ضرور غږ پورته كوو ۔










