اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د قطر سفير علي مبارک علي عيسي الخطير ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د پاکستان او قطر ترمېنځه د اړيكو پشمول په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه شوې او وفاقي وزير محسن نقوي په دې وروستيو كښې د قطر دورې په اړه هم خبرې وكړې۔ په ملاقات كښې د پاك و هند ترمېنځه …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د قطر سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د قطر سفير علي مبارک علي عيسي الخطير ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د پاکستان او قطر ترمېنځه د اړيكو پشمول په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه شوې او وفاقي وزير محسن نقوي په دې وروستيو كښې د قطر دورې په اړه هم خبرې وكړې۔ په ملاقات كښې د پاك و هند ترمېنځه د جنګ بندۍ نه وروستو په صورتحال هم خبرې اترې وشوې ۔ محسن نقوي په دې موقع ووئيل پاكستان تل د امن خبره كړې او مونږ په منطقه كښې تل پاتې امن غواړو۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د قطر دوره ډېره كاميابه وه٬ د قطر وزيراعظم، نائب وزيراعظم او داخله وزير سره په ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو صلاح يوه شوې٬ د دې نه علاوه د نشه اي توكو مخنيوي٬ د ترهګرۍ مخنيوي٬ امنيتي مرستې او د تربيې په پروګرامونو هم ښې خبرې شوي دي۔










