کازان 19 مئي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي ګرد هېواد كښې په موټروېز او قامي سترو لارو ايئر ايمبولينس سروس معرفي كولو لپاره اقدامات روان دي٬ د دې سروس مقصد په سړكونو پېښو كښې د ژوبل شوو كسان تر ممكن حد په كم وخت كښې روغتون ته منتقل كول دي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان دا خبره د "کازان فورم" په پائې كښې د تاتارستان …
د پاکستان په موټرويز به ډېر زر ايئر ايمبولينس سروس معرفي كړے شي٬ د وفاقي وزير عبدالعليم خان د کازان فورم په موقع د اېكسپو دورې په مهال خبرې

مزید خبریں
کازان 19 مئي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي ګرد هېواد كښې په موټروېز او قامي سترو لارو ايئر ايمبولينس سروس معرفي كولو لپاره اقدامات روان دي٬ د دې سروس مقصد په سړكونو پېښو كښې د ژوبل شوو كسان تر ممكن حد په كم وخت كښې روغتون ته منتقل كول دي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان دا خبره د “کازان فورم” په پائې كښې د تاتارستان ايکسپو سينټر دورې په مهال وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د کازان د پرمختګ ماډل ډېر متاثره كونكے دے او د پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې دې څخه زده كړه كېدې شي۔ ده په کازان كښې د ايئر ايمبولينس سروس د کارکردګي ستائنه كولو سره ووئيل داسې منصوبې پاكستان كښې هم د دغسې سروس په قائمولو كښې مرستيالې ثابتېدې شي او دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو تجربو تبادله هم ممكن شي










