نائب وزيراعظم اسحاق ډار د چين په درې ورځنۍ دوره بيجنګ ته ورسېد

بيجنګ 19 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يې په بلنه د ګل په ورځ د چين په درې ورځنۍ سركاري دوره بيجنګ ته رسېدلے دے۔په هوائي مېدان د چين چارواكو او په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي د هغه هركلے وكړو۔د خارجه دفتر وياند له مخې محمد اسحاق ډار او د چين خارجه وزير وانګ يې سره او د چين د كميونسټ پارټۍ مهمو غړو پشمول نورو سينئر چينائي لارښودو سره جامع خبرې اترې كوي۔په ملاقاتونو كښې به په موجوده سيمه ايز پېشرفت او د پاك چين اړيكو ګڼو اړخونو ته پام كولې شي۔۔دا دوره د پاكستان او چين ترمينځه د اعلٰی كچ تبادلو او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه په سدا بهار اسټريټجك مرستې اډانه شراكتدارۍ برخه ده۔د روانېدو څخه وړاندې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ميډيا ته ووئيل چين د پاكستان لويې تجارتي شراكتدار دے او دواړنه هېوادونه نزدې او مضبوطې اړيكې لري۔ده ووئيل د تېرو دريو اوونيو په مهال د خارجه وزير وانګ يې سره دوه ځله په ټېليفون خبرې شوي چا چې ماته د چين دورې بلنه هم راكړې وه۔ده ووئيل د چين مشرتابه سره به په دې ملاقاتونو كښې به د پاكستان او هند ترمينځه د اوسني تاؤ تريخوالي نه علاوه په سياسي٬ځايې٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كيږي۔د ټولې نړۍ د ګڼ شمېر مهمو هېوادونو سره د ټېليفوني خبرو اترو د پوښتنې په ځواب ده ووئېل د هند تورونو لګولو ډرامه پاكستان د وړاندې نه په ډاګه كړې او د هند بې بنسټه تورونه لګولو لوبه ناكامه شوې ده