پېښور 19 مئي (اے پي پي) د پېښور په خټكو پل سيمه كښې د دښمنۍ په ټس كښې د يوې كورنۍ 6 كسان وژلې شوي دي۔ پوليس له مخې د وژلے شوو شناخت د فضل امين٬حضرت امين او احمد په نومونو شوے۔په وژلے شوو كښې درې ميرمنې هم شاملې دي٬د ډزو له امله يوه ميرمن ژوبل شوې ده كومه چې ليډي ريډنګ روغتون ته منتقل كړے شوې۔پوليس ووئېل دواړه ډلې ګاونډيان دي۔په وژلے شوو د مخالفې ډلې د ميرمنې د وژلو تور ؤ ٬د پیښې نه پس تورن تښتيدلې دي او د تورنو نيولو لپاره چهاپې وهلې كېږي ۔