
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د حریت لارښود یاسین ملك مېرمن مشعال حسین ملك د غیر قانوني هند تر سيوري لاندې جمو کشمیر اوسني وضعیت په اړه په خپل ویډیويي بیان کې وئیلي دي چې د هند وزير اعظم نریندرا مودي د خپل ماتې شرم پټولو لپاره خپله ټوله غصه په بے وسه کشمیریانو اوباسي٬ د ماتې څخه ورسوتو مودي خفګان او وېري ښكار دے، چا چې په زرګونو کشمیریان په زندانونو کښې بند کړي دي او د هغوی څخه په زوره د جرم اعتراف كولو هڅه کوي۔ دي ووئيل چې مودي سرکار د کشمیریانو کاروبارونه تباه کوي او ګڼ شمېر کشمیری زده کوونکي د هند له پوهنتونونو څخه ایستل کېږي او د هغوی سندونه منسوخ کېږي۔ مشعال حسین ملك ووئيل د مودي حکومت یواځنې اجنډا دا ده چې کشمیریان د کشمیر څخه اوباسي او نوې هندوان مېشته كړي ۔ دي ووئيل چې د پاکستان د ګټي په نتيجه كښې هند په کشمیریانو ظلمونه زیات کړي دي۔ دي ووئيل چې اوس وخت راغلې چې نړیواله ورورولي د کشمیریانو غږ جوړ شي او هغوی ته د خپلواكۍ خپل حق ورکړي۔