قازان 17 مئي (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي چې پاکستان د چين، افغانستان او ايران په لاره سينټرل ايشيا،اروپا او تر روس 6 ممکنه تجارتي راهدارو نشاندهي کړې جې له مخې ئې کراچۍ نه تر ماسکو د چين او قازقستان د لارې ، ګوادر نه تر افغانستان لارې ماسکو او ترکمانستان او ايران نه تر آذربائيجان او روس روډ نيټ ورك دي۔ د دې …
پاكستان د چين، افغانستان او ايران په لاره تر روس د 6 تجارتي راهدارو نشاندهي وكړه، پاکستان د سينټرل ايشيا تر ګرمو اوبو رسني خوښي لري۔د مواصلاتو وفاقي وزير د روس نائب وزيراعظم سره ملاقات او شريكه غونډه
قازان 17 مئي (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي چې پاکستان د چين، افغانستان او ايران په لاره سينټرل ايشيا،اروپا او تر روس 6 ممکنه تجارتي راهدارو نشاندهي کړې جې له مخې ئې کراچۍ نه تر ماسکو د چين او قازقستان د لارې ، ګوادر نه تر افغانستان لارې ماسکو او ترکمانستان او ايران نه تر آذربائيجان او روس روډ نيټ ورك دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده قازان فورم اختتامي سېشن ته وينا كښې وكړه۔ عبدالعليم خان ووئيل پاکستان ساؤتھ ايشيا او سينټرل ايشيا ترمينځه ټرانزټ پوائنټ نه بلکه اکنامك برج په توګه كار كول غواړي ځكه تيرو كلونو كښې شوي معاهدو پشمول شنګھائي مرستي تنظيم كښې پاکستان په فعال ډول كار كوي۔ده ووئيل مزار شريف نه تر کوهاټ ريل په منصوبه 633 مليونه ډالره لښګت راځي دغسې پاکستان سينټرل ايشيا تر ګرمو اوبو رسني خوښي لري،دغسې ګوادر پورټ څخه کارګو او شپمنټ پېل شوې۔ده ووئيل د مواصلات څانګه كښې پاکستان نارتھ ټو سائوتھ اشتراک كښې خوښي لري دغسې پاکستان كښې سکھر۔حيدرآباد موټروے اېم۔6 سرمايه کاري لپاره ښه منصوبه ده۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل 2023 راهسې نېشنل لاجسټك سيل اداره ازبکستان او قازقستان لپاره د کارګو سروس وركوي دغسې په پاكستان كښې تجارت ودې لپاره تير كال اګست راهسې د 126 هېوادونو لپاره ويزاآن آرائيول سهولت معارفي كړې شوي۔ده قازان فورم ته په خپله وينا كښې کراچۍ، کوئټه او ګوادر نه تر سينټرل ايشيا او تر اروپا روډ سره تړلو په اړه په بېلو اړخونو رڼا واچوله۔










