
سيالکوټ 17 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي په دې كښې هيڅ شك نشته زمونږ 78 كلن تاريخ كښې ډيري ښې ښې موقعې او وختونه راغلي خو اوسنۍ ګټه كومه چې لوے څښتن پاکستان او چواكونو له وركړي زمونږ 78 كاله تاريخ كښې مثال نه لري،زمونږ ازلي او ابدي دښمن دلته څخه څو ميله لري په ختيزه پوله كېښناستلو سره خپلو زخمونو ته ګوري،انشاالله تعاليٰ ډير زر به په لويديزه پوله هم زمونږ دښمن دا ډول خپلو زخمونو ته ګوري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په خپل كور كښې د پاك پوځ د اړخه هند له په زړه پوري ځواب وركولو او کامياب آپريشن بنيان مرصوص مبارکۍ وركولو له راغلي سټينډرډ ګروپ آف کالجز اينډ کډز کلب ګرائمر سکول زدكونكو ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل اوس مونږ له مودي ته څه وئيلو ته ضرورت نشته ځكه چې هند په اړه نړۍ كښې څه وئيلي كيږي هغه مونږ هم نه شو وئيلي۔ده ووئيل دا د حق معرکه زمونږ د قومي وحدت او اتحاد په وجه جوړه شوي ځكه چې نن څخه يو څو ورځي وړاندې زمونږ قومي وحدت او اتحاد كښې لري والې راغلې خو د الحمدلله نن قوم يو موټې دې او د دې شناخت زمونږ د پاك پوځ بهادري جوړھ شوي په دې زه خپل پوځ ته سلام كوم۔ده ووئيل زه د پاك پوځ سرلښكر عاصم منير ، ايئر چيف مارشل ظهيراحمد بابر، نيول چيف نويد اشرف او جوائنټ چيف آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن ساحر شمشاد له مباركي وركوم ،د هغوي په قيادت كښې ځوانانو حوصلي دنګي شوي،د هغوي د حوصلے او جرات و بهادرۍ زه پخپله ګواه يم،ما خپل ټول عمر كښې د 1965 نه تر نن ډيري شخړي نزدې څخه ليدلي خو څه ډول چې زمونږ قيادت دا مهال جذبه ايماني لرله تير وخت كښې مثال نه لري۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف هر وخت او په هره موقع د خپل قوم قيادت کړې او بهادرو ځواكونو له ئې باور وركړې چې سويلين حکومت ستاسو سره دې او ستاسو د قربانو معترف دے،هېواد او ملت دفاع لپاره وزيراعظم محمد شهباز شريف دا باور وركړې چې مونږ تر هر حد تللو له چمتو يو او 25 کروړه اولس به د خپلو ځواكونو سره ولاړ وي۔ده ووئيل د لوے څښتن په فضل مونږ چې په ختيزه پوله كومه ګټه ترلاسه كړي دې څخه زياته به په لويديزه پوله ترلاسه كوو۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل كه د هند د اړخه بيا څه د جارحيت هڅه وشوه نو د پاکستان د اړخه به وړاندې څخه زيات ځواب وركولې شي او وړاندې چې كه څه كمې شوې وي نو هغه به هم پورا كولې شي۔