پاکستان په شريك سوله ايز سباون پوخ باور لري٬ د هر ډول يرغل به بشپړه عزم سره مقابله كولې شي۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان پريس بريفنګ

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وئيلي دي چې د تېرو څو اوونيو راهسې د پاكستان او هند ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې اضافه شوې ده، دا تاٶ تريخوالې د مئي په 7مه نيټه د پاكستان په ضد د هندي يرغل نه وروسته فعال دښمني زياته شوه٬ پاکستان په شريك سوله ايز سباون پوخ باور لري٬ پاكستان د جمو و كشمير د بنيادي شخړې پشمول تصفيه طلب ټولو مسئلو حل لپاره د بامعني او د نتيجې وړ د خبرو مسلسل وكالت كړے٬ په سوئيلي آسياء كښې د اوږدې مودې امن لپاره د دې شخړو سپېځلې او سوله ايز حل ضروري دے۔ د پرېس كنفرنس په مهال ده ووېيل دا ډېره د افسوس خبره ده هندي اقداماتو د يو اړخيزه يرغل يو خطر ناك مثال قائم كړو چې ټوله منطقه ئې تباهۍ پلو رسولې٬ د جارحیت مقابلے لپاره زمونږ وسله وال ځواكونو چمتو دي چا چې پرېكنده ځواب وركولو سره د هند د فضائيه شپږ الوتكې نسكورې كړې۔ وياند ووېيل د دهند بې دليله جارحيت له مخې پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره د ملګرو ملتونو د منشور د ارټيل 51 له مخې د دفاع خپل حق استعمالولو له مجبور شو او دې مناسبت سره مونږ د مئي په لسمه نيټه سهار وختي آپریشن بنیان مرصوص پېل كړو۔ ده ووئيل زمونږ په سخت غبرګون كښې د هند پوځي تنصیبات په نښه كړې شول٬ هندي جنګي الوتكې٬ ډرونز او پوځي هدفونه بې اثر كولو كښې د پاكستان پرېكنده كاميابي اوس يو ناقابل ترديد او په وليه كچه تسليم شوے حقيقت دے كوم چې د ناسم معلوماتو يا پروپېګنډے لارې پټولې نشي۔ ده ووئيل زمونږ د كاروائۍ مقصد د پاكستان عزم٬ صلاحيت او د خپلې خاورې او د اولس د دفاع د حق څرګندونه كول وو۔ وياند ووئيل د پاكستان د موثره ځوابي كاروائيو زمونږ ډیټرنس عزت ده وده وركړې او د هند روايتي برتري يا په منطقه كښې د تسلط مسلط كولو د ھغوي د عزائمو په اړه هر ډول عزت ختم كړے شوے دے او هند د دوه اړخَيزه اريكو كښې د “نیو نارمل” د قیام د تصور لكچر كوي٬ زمونږ ځواب د دې خبرے تصديق كړے دے چې يوازنې د قبلېدو وړ اصول د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت احترام دے۔ وياند ووئيل چې په موجوده دوره كښې امن اصل طاقت دے۔ ده ووئيل امن لپاره زمونږ عزم دې كمزري نه ګڼلے كېږي، بيا لپاره به د هر ډول جارحيت بشپړه عزم سره مقابله كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان په شريك سوله ايز سباون پوخ باور لري٬ مونږ د شخړو حل او د تصادم لرې كولو لپاره خبرو اترو او سفارت كارۍ ته ترجيح وركوٶ٬ مونږ د جمو و کشمیر بنیادی تنازعے پشمول تصفيه طلب ټولې مسئلې حل كولو لپاره د بامعني او نتيجې ور خبرو اترو پرله پسې وكالت كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان ووئيل چې په سوئيلي آسياء كښې د اوږدې مودې امن لپاره د دې شخړو سپېځلې او سوله ايز حل ضروري دے۔ (اے پي پي/ګ ل/2250)