
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي دښمن مو داسې په څپېړه وهلے چې كله به يې هېر نه كړي، هند زمونږ د تحقيقات د وراندېز باوجود په پاكستان بريد كړے او بې ګناه وګړي ېې په نخښه كړي٬ مونږ له به د امن پسند ګاٶنډيانو په څېر د جمو و كشمير شخړې پشمول نورې تصفيه طلب مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول وي٬ په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د كشمير كشالې هوارے ضروري دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د يوم تشكر په لړ كښې د يادګار پاکستان خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، خواجه آصف، عطاء تارړ، محسن نقوي، د وفاقي کابينې نورو غړو، سول او عسکري چاوراكو او د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو ګډون وكړو٬ په دستوره كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا او سروسز چيفس هم ګډون وكړو٬ په دستوره كښې په خواږه هېواد د ځان قربانوٶنكو عظيمو شهيدانو مور پلار او د كورنۍ غړي هم موجود وو۔ وزيراعظم په خوږ هېواد ځان قربانوٶنكو شهيدانو او د دوي كورنيو ته سلام وكړو٬ مونږ په نننۍ ورځ يوم تشكر لمانځو٬ ده ووئېل دا ورځ به د نړۍ په تاريخ كښې عمر له ياده ساتلې شي، داسې ورځ په پېړيو بس راځي٬ دا د لوي څښتن فضل دے٬ د نن نه 50 كاله اګاهو لړزوٶنكې پېښه رامخې ته شوې وه٬ نن په كال 2025 كښې د لوي څښتن په فضل او كرم او د قام په دعاګانو د پاك پوځ زړورو زامنو ته كاميابي ترلاسه شوې چې په سبب به ئې دښمن بيا پاكستان پلو مخ كولو له تر قيامته سوچ ونه كړي۔ ده ووئيل دښمن زمونږ د اخلاص وړاندېز له لته وركړې وه چې پكښې مونږ وئيلي وٶ د پهلګام پېښې تحقيقات لپاره نړيواله تحقيقاتي كمېټي جوړه كړئ كومه چې د تحيقات نه وروستو نړۍ ته ټول حقائق په ډاګه كړي خو دښمن ډېر په تحکمانه انداز او كبر كښې په پاكستان بريد وكړو او بې ګناه وګړي يې شهيدان كړل چې پكښې ماشومان٬ مېرمنې ځوانان شهيدان شول او پاكستان ته دا پېغام وركړے شو چې مونږ په پاكستان كښې دننه بريد كولے شي۔ ده ووئيل په 9 مئي د شپې مونږ د دښمن شپږ جنګي الوتكې رانسكورې كړې٬ وړٶمبے د پنځه الوتكو خبره وه خو اوس د شپږو الوتكو تباه كولو تصديق شوے٬ زمونږ دا دښمن په سوئيلي اسياء كښې ځان تهاڼېدار ګڼلو او وئيل يې چې پاكستان زمونږ په وړاندې هېڅ حېثيت نه لري٬ لوي څښتن د پاكستان دې بازانو ته جرات وركړو او د دښمن د رافيل پشمول ئې نورې جنګي الوتكې رانسكورې كړې او داسې ئې ويرول چې اوس به تر قيامته دا هېر نه كړي۔ده ووئيل د دې نه وروستو هم دښمن دړكې راكولې او په 9 مئي مونږ دوي ته د ځواب وركولو پرېكړه وكړه او د 9 او 10 مئي په مېنځنۍ شپه سرلښكر جنرال سيد عاصم منير ووېيل هند د نورخان ايئربيس پشمول په نورو ځايونو د بيلسټک ميزائل د لارې بريد كړے۔ وزيراعظم ووئيل سرلښكر سيد عاصم منير اعتماده لرلو او پكښې خودداري او د وطن د مينې جذبه وه۔ ده دښمن ته د داسې ځواب وركولو اجازه وغوښته چې عمر له ئې هېر نه كړي، او د دې نه وروستو د پاکستاني شاهينز په پټھان کوټ او د اودھم پور پشمول د هند په نورو تنصيبات د الفتح ميزائل د لارې بريد وكړو او دښمن ته د پټېدو ځاے نه ملاوېدو۔ ده ووئيل د لمحې لمحې صورتحال نه خبرېدو لپاره پوځي چارواكو سره په تماس كښې ووم٬ جنرال سيد عاصم منير سهار وختي هند ته د ځواب وركولو او د هند لخوا د جنګ بندۍ د درخواست نه خبر كړم، د دې نه زياته د عزت خبره څه كېدې شي٬ مونږ دښمن له په مخ څپېړه وركړه٬ دغسې ما بيا دوي ته د جنګ بندۍ د پېشكش قبولو ووئيل۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاک فضائيه مشر او شاهين چې په كوم څېر د جديد ټيکنالوجۍ او د چين د جنګي الوتكو څخه استفاده وكړه دې ټوله نړۍ حېرانه كړې ده، د دښمنانو هوش خطا شوے او د دوستانو اعتماد او حوصله جګه شوې ، ده ووئېل دا د تاريخ ھغه تبديلي ده كومه چې لوي څښتن په يو څو ساعتو كښې پاكستان ته د كاميابۍ په صورت وركړې٬ د امريکې نه تر جاپان٬ د سوئيلي اسياء، مېنځني ختيز٬ اروپا او هر ځاے نه دا خبرې كېږي چې پاك پوځ په ښه طريقه او خاموشۍ سره دا كاميابي ترلاسه كړې ۔ ده ووئيل هند نړۍ له دا باور وركولو چې مونږ د اربونو ډالرو معيشت او د وسلې انبارونه لرو او پاكستان د دې په وړاندې هېڅ حېثيت نه لري او زه دې د دې منطقې بادشاه تسليم كړے شم خو لوي څښتن ته څه نور څه منظور وٶ٬ د پاکستان د 24 کروړه اولس دعاګانې قبولې شوې او دا عظيمه بريا ترلاسه شوه٬ نن د يوم تشکر په موقع زمونږ سرونه د لوي څښتن په حضور كښې ټيټ دي۔ ده ووئيل نن پاكستان ته لوي څښتن ھغه مقام وركړے چې اوس د لوي نه لوي طاقت زمونږ لاره نشي نيولې، ده ووئېل د پېښور نه تر كراچۍ قام متحد دے، ټول قام د پاك پوځ په شا ولاړ دے او په بشپړ طاقت سره د دوي ملګرتيا كوي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلے چې ھغه سفر پېل كړو كوم لپاره چې پاكستان جوړ شوے ٶ۔ د قائداعظم محمد علي جناح عظيم په تحريك كښې په لاكهونو مسلمانانو دخپلو ځانونو قرباني وركړې٬د وينې په درياب پورې وتلې يو د كوم نه پس چې پاكستان وجود كښې راغلے٬نن په لاكهونو شهيدانو روحونه په چغو چغو د دې خبرې تقاضا لري چې راځۍ پاكستانيانو په ګډه د قائداعظم او علامه اقبال پاكستان جوړ كړو٬ ده ووئېل د پاكستان جوړېدو مقصد په ټوله نړۍ كښې د پاكستان قامي بېرغ پورته كول وو۔مونږ له د ماضي په هيرولو مخ په وړاندې تلل دي٬د نن قامي يو والے او اخوت به د سرمايه حيات په جوړېدو نه يوازې د تېر وخت د زيان ازاله وكړي بلكې پاكستان به ډېر زر په نړۍ كښې خپل جائز مقام ترلاسه كړي٬دا به داسې كيږي څنګه چې 10 مئي باندې وشول۔ده ووئيل مونږ له به معاشي ميدان كښې هم دا ډول عزم څرګندول وي او د دې لپاره قام چمتو دے٬مونږ له به شپه ورځ محنت كول وي او قرباني به وركول وي۔ده ووئيل چ پاكستان د وسائلو څخه ډك هېواد دے۔ده ووئيل هند د پهلګام پېښې نه پس په پاكستان بې بنسټه تورونه لګولي٬په دې سخت وخت كښې امن جنګ بندي او د تاؤ تريخوالي خاتمې لپاره هڅې كوونكو هېوادونو سعودي عرب٬ متحده عرب امارات٬ كويت٬ ايران٬ تركيه٬ چين او د نورو هېوادونو مننه كوو٬د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ بهادرانه قيادت او وژن څخه سوئېلي آسيا كښې سمدستي امن قائم شو او دا منطقه د خطرناك جنګ څخه محفوظ پاتې شوه٬ په دې د هغه مننه كوو ٬ ده ووئېل په دې منطقه كښې 1.6 ارب خلك مېشته دي٬كه چرې د دواړو جوهري هېوادونو ترمينځه جنګ شوے ؤ نو دا به څه كېدل؟مونږ امن خوښې يوو خو د جارحيت غندنه كوو٬مونږ د امن خوښو ګاونډيانو پشان د دې منطقې پرختګ او خوشحالي غواړو٬پاكستان تل په منطقه كښې امن لپاره كار كړے٬دواړو هېوادونو ترمينځه درې جنګونه شوي كومو څخه چې غربت او بېروزګاري كښې اضافه شوې٬مونږ له پرامن ګاونډيانو پشان جمو كشمير پشمول خپل تصفيه طلب مسئلې د خبرو د لارې حل كول پكار دي٬ ده ووئېل د جمو كشمير شخړې پائيدار حل نه بغېر په منطقه كښې امن نه نشي راتللے٬مونږ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او تجارت ودې پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته وده وركولې شو٬پاكستان تر ټولو زيات ترهه ګرۍ څخه ځپلے هېواد دے٬كه چرې زمونږ بهادر وسله والو ځواكونو د دې ترهه ګرو مخ نيوي نه كولو نو ټوله نړۍ به نن دې سره مخ وه۔په دې موقع د وسله والو ځواكونو چمتو ډلې وزيراعظم ته سلامي وكړه۔دستورې په مهال د پاك فضائيه شاهين خاص فلائي پاسټ وړاندې كړو۔ګډون كوونكو په لاسونو پړقولو د پاكستان زنده باد نعرې وهلې سره د هغوي هركلے وكړو۔په دې موقع نوموړو سندرغاړو او زده كوونكو قامي نغمې هم وړاندې كړی۔(اے پي پي/ګ ل