
لاهور ۔16 مئ (اے پي پي) په معركه حق او يوم تشكر په موقع حلقه اين اے 127 كښې د اطلاعات او خپرونو د وفاقي وزير مور ساجده فاروق تارړ په پاك هند جنګ كښې د شهادت درناوے تر لاسه كونكې عظيم زوي علي حېدر په قبر د ګلونو څادر وغوړولو۔ په دې مهال د وفاقي وزير كوارډېنېټر ډاكټر سعود ٬ اسسټنټ كمشنر ماډل ټاون ٬ ايس اېس پي ماډل ټاون او نور هم موجو وو۔ په دې موقع د شهيد لا درجو لوړېدو لپاره لاس نيوه وشوه او د قامي بېرغ لاندې د هغه قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې كرې شوې ۔ ساجده فاروق تارړ خپل خطاب كښې ووئېل د پاكستان په خاوره ځان قربانوونكې زمونږ اتلان دي ٬ نن چې په كومه فضاﺀ كښې مونږ ساه اخلو دا د دوي د وينو مېوه ده۔ دې ووئېل د شهدا قربانۍ يادې ساتل او د دوي كورنيو ته عزت وركول زمونږ قامي ذمه واري ده۔ په دې مهال اسسټنټ كمشنر ماډل ټاون او ايس ايېس پي ماډل ټاون هم د شهيد قرباني وستائېله ۔ دوي ووئېل د پاكستان بقا او سلامتيا د شهيدانو د وينو پوره ورې ده۔ د دستورې په آخر كښې اجتماعي دعا وشوه او عزم وشو چې د ګران وطن سلامتيا ٬ ترقۍ او استحكام لپاره به هر ممكن كردار ادا كوو۔