پيپرا د پاکستان د سرکاري پرچېزنګ څانګه كښې د جامع تربيې پروګرام پېل كړو

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د پيپرا منيجنګ ډائريکټر حسنات احمد قريشي وئيلي دي د وزيراعظم “ډيجيټل پاکستان” وژن له مخې پاکستان كښې سپېځلې٬ موثره او د نړيوال معيار د سركاري خريدارۍ نظام جوړولو پلو يو بل مهم پېشرفت كښې پبلک پروکيورمنټ ريګوليټري اتھارټۍ (پيپرا) د نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيکنالوجي (نسټ) په همكارۍ د پرچېزنګ او کنټريکټ منيجمنت په څانګه كښې پوهه زياتولو لپاره د تربيې يو جامع پروګرام پېل كړے دے۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې د پيپرا منيجنګ ډائريکټر حسنات احمد قريشي ووئيل په دې لړ كښې اداره د وړاندې نه نړيوال بېنك او د هېواد نوموړو پوهنتونو سره په ګډه كار كوي٬ د دې همكارۍ مقصد نه يوازې د خريدارۍ نظام لپاره يو جديد فرېم ورك جوړول دي بلكې د پوهنتون په نصاب كښې د پروکيورمنټ په اړه تعليمي مواد شاملولو سره وظيفائي كسان نړيوالو تقاضو سره سمول هم دي۔ د پيپرا او نسټ د پروفيشنل ډيولپمنټ سينټر لخوا د څلورو مياشتو خاص ډپلومه پروګرام به د مئي اتلسمې څخه په اسلام آباد كښې پېل كېږي چې مقصد ئې سرکاري او نجي څانګې پوهانو٬ قانوني سلاحكارو٬ کنسلټنټس او د پرمختيائي څانګو پوهانو ته د جديد پرچېزنګ قوانين٬ د لوظنامو نظم و نسق او د نړيوال معيار عملي تربيه وركول دي۔ په دې لړ كښې خپلو خبرو كښې د پيپرا منيجنګ ډائريکټر حسنات احمد قريشي ووئيل دا يو پروګرام نه دے بلكې د پرچېزنګ نظام كښې د جديد دور پېل دے ۔ ده د اړوندو ډلو پشمول په حكومتي ادارو زور راٶړو چې د تربيې په دې پروګرام كښې بشپړ ګډون وكړي دغسې چې د سپېځلي٬ ځواب وركولو او د کارکردګي مطلوبه هدفونه سر كړې شي۔ حسنات احمد قرېشي ووئيل د وزيراعظم په امر په وفاقي ادارو كښې په خاص توګه پروکيورمنټ سيلز جوړ كړے شوے او د اي پيډز د لارې د پرچېزنګ نظام نافذ كړے شوے او په دې سېلز كښې تعينات چارواكو ته پرله پسې تربيه وركړې كېږي دغسې چې سپېځلتيا او کارکردګۍ كښې بهترۍ لپاره موثره اقدامات باوري كړے شي۔