تاتارستان كښې قازان فورم وشو٬د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ګډون٬د كلچرل خبرو د لارې په نړۍ كښې د امن خوب رېښتيا كېدے شي۔عبدالعليم خان

قازان 16 مئي (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي د كلتور په لحاظ سره پاكستان تاريخي ورثه لري٬روس او د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د كلتوري تبادلې خوشبينه ګڼو٬ د كلچرل دائيلاګ د لارې په نړۍ كښې د امن خوب رېښتيا كېدے شي٬پاكستان كښې د موټروے ايم 6 ٬ ايم 9 او نېشنل هائي وے اين 25 جوړولو كښې د سرمايه كارۍ وړاندېز كوو ۔د جمعې …

قازان 16 مئي (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي د كلتور په لحاظ سره پاكستان تاريخي ورثه لري٬روس او د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د كلتوري تبادلې خوشبينه ګڼو٬ د كلچرل دائيلاګ د لارې په نړۍ كښې د امن خوب رېښتيا كېدے شي٬پاكستان كښې د موټروے ايم 6 ٬ ايم 9 او نېشنل هائي وے اين 25 جوړولو كښې د سرمايه كارۍ وړاندېز كوو ۔د جمعې په ورځ د مواصلات وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د رشين فيډرېشن تر سيوري لاندې تاتارسان پايه تخت قازان فورم ته وينا كولو په مهال وكړه۔د مواصلات وفاقي وزير د اعلٰی كچ پلاوي مشري كوله۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د وړومبۍ ورځې په كلچرل ډائيلاګ راجوړې كړې غونډې ته وينا كښې ووئيل د كلتور په لحاظ سره پاكستان تاريخي ورثه لري٬روس او مينځنۍ آسيا رياستونو سره د كلتور تبادلې خوشبينه ګڼو٬۔ده ووئيل د كلچرل دائيلاګ د لارې په نړۍ كښې د امن خوب رېښتيا كېدے شي۔

مزید خبریں