د یوم تشکر په لړ كښې اسلام آباد كښې خاص دستوره

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) په پاکستان مونومنټ كښې د یوم تشکر په لړ كښې خاص دستوره پېل شوې۔ د جمعې په ورځ د نجي ټي وي راپور له مخې د يوم تشكر په خاص دستوره كښې وزیراعظم شهباز شریف د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي ٬ د دې نه علاوه په دستوره كښې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ چيئرمېن پشمول سروسز چيفس هم ګډون كوي٬ …

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) په پاکستان مونومنټ كښې د یوم تشکر په لړ كښې خاص دستوره پېل شوې۔ د جمعې په ورځ د نجي ټي وي راپور له مخې د يوم تشكر په خاص دستوره كښې وزیراعظم شهباز شریف د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي ٬ د دې نه علاوه په دستوره كښې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ چيئرمېن پشمول سروسز چيفس هم ګډون كوي٬ د يوم تشكر په لړ كښې په خاص توګه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه آصف او د اطلاعات وزير عطاء تارړ پشمول نورو وفاقي وزيرانو او غېر ملكي سفيرانو هم ګډون كوي ۔ په آپریشن بُنیان مرصوص كښې په كاميابۍ د يوم تشكر مقصد د پاكستان په كاميابۍ د لوي څښتن شكر ادا كول دي۔ د دستورې په پېل كښې كوربه ووئيل صد شكر دے چې لوي څښتن يو ځل بيا حق له په باطل غلبه وركړه٬ دا يوازې عسكري كاميابي نه ده بلكې د ټول قام كاميابي ده چې په دې مونږ ټول د الله پاك په حضور كښې د شكر سجده وكړو۔ په دې موقع په فضا كښې جنګي الوتكو هم په زړه پورې مظاهره وكړه٬ په دې د پاكستان زنده باد نعرے ووهلې شوې۔

مزید خبریں