هند كه د ايډونچر هڅه وكړه نو زيات سخت ځواب به وركوٶ۔ وفاقي وزير خواجه آصف

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي هند كه د ايډونچر هڅه وكړه نو د دې نه زيات سخت ځواب به وركوٶ ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل هند خپل پرهرونه څټي٬ د ھغوي ميډيا٬ واكداران او وزيراعظم نريندر مودي پشمول ټول خپل زخمونه څټي۔ ده ووئيل په هند كښې ھغه كسان راپاڅېدلې دي څوك چې په د ھغه په ناكامۍ ټكونه كوي٬ ده ووئيل هند يو داسې دښمن دے چې باور پرې نشې كېدے٬ مونږ هر وخت چمتو يو٬ هند كه د ايډونچر هڅه وكړه نو د دې نه به زيات سخت ځواب وركوٶ۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې د معركه حق د كاميابۍ يوم تشكر لمانځلے كېږي او خپلو شهيدانو٬ غازيانو او پاك پوځ سره سره اولس ته پېرزوئنې وړاندې كېږي۔