نائب وزیراعظم اسحاق ډار سره د برطانیه خارجه وزیر ډیوډ لیمي ملاقات، د پاک هند جنګ بندۍ بشمول په سيمه ايز پیشرفت د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔16مئی (اے پي پي ) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار سره د برطانیه خارجه وزیر ډیوډ لیمي په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو ۔ د خارجه دفتر د اړڅه د جمعې په ورځ جاري بیان ترمخه دواړو لاړښودو د پاک هند جنګ بندۍ پشمول په سيمه ايز پیشرفت خبرې وكړې ۔ نائب وزیراعظم په تاو تريخوالي كښې د کمي راوستو په اړه د برطانیه د تعمیري کردار ستائنه وكړه ۔ دوي د خپلو اړيكو هم جاج واغست او د اړيكو قوي كولو او د اقتصادي او تجارتي مرستې زياتولو لپاره يې د عزم پخلے وكړو