
اسلام آباد۔16مئی (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئېلې دي پاکستان امناك هېواد دے خو خپلې دفاع له د زړه پورې ځوابي کارروائۍ حق محفوظ لري ، د پاکستان بهادر او پیشه ورہ وسله والو ځواكونو دښمن له په مؤثر او زړه پورې ځواب وركولو د عسکري تاریخ يو زرين باب رقم کړے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د یوم تشکر په اړه وزیراعظم هاؤس كښې د بېرغ هسكولو دستورې په مهال وكړې ۔ وزیراعظم په دې موقع قامي بېرغ هسك كړو ۔ د وزیراعظم آفس پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم ووئېل نن د هند د ښكاره جارحیت او اشتعال انګیزۍ په ضد د پاکستان په لويه بريا او فتح د اللہ تعالیٰ شکر ادا كولو لپاره هېواد كښې یوم تشکر نمانځلے كېږي ۔ ده ووئېل په 7 مئي د شپې هند د بزدلۍ مظاهرہ کولو سره په پاکستان بريد وكړو چې پكښې معصوم او بے ګناہ پاکستانیان شهیدان شول او مونږ د دغې بے ګناہ وګړو په خاطر ځوابي کارروائۍ ته مجبور كړے شوو ۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئېل پاکستان يو امناك هېواد دے خو خپلې دفاع له د زړه پورې ځوابي کارروائۍ حق محفوظ لري ۔ ده ووئېل د پاکستان مېړنو او پیشه ورہ وسله والو ځواكونو دښمن له د هغوي په ژبه كښې مؤثر او په زړه پورې ځواب وركولو سره د عسکري تاریخ زرين باب رقم کړے دے