د افغانستان دوهم خارجه وزير په مشرۍ كښې د پلاوي پاكستان ته راتګ ٬ د طورخم په پوله او د پوله ايز انتظام په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه

APP01-20 ISLAMABAD: June 20 - Foreign Secretary Aizaz Ahmad Chaudhary and Afghan Deputy Foreign Minister Hekmat Khalil Karzai heading their sides during delegation level meeting at Foreign Office. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 20 جون(اے پي پي) د افغانستان دوهم خارجه وزير حكمت خليل كرزئۍ په مشرۍ كښې پلاوې اسلام آباد ته په دوره راغلے دے او د طورخم پولې او د پوله ايز انتظام په نورو چارو ئې خبرې اترې كړې دې۔د پاكستاني پلاوي مشري د خارجه چارو سېكتر اعزاز احمد چوهدري كوله ۔ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د جون په 15 نېټه د ټېلې فونې تماس د لارې افغان نېشنل سېكورټي اېډوائرز حنيف امار ته د اسلام آباد راتږ بلنه وركړې وه۔د افغان پلاوي د راتږ مقصد په طورخم پوله د اوسنۍ پېښې څخه د پېدا شوې صورتحال ترمخه پوله ايز انتظام لپار ه هڅې مخ په وړاندې بوتلل او د ذريعو لټول دي۔د ګل په ورځ د دواړو پلاويو ترمېنځه په زړه پورې چاپېرچل كښې خبرې وشوې چې پكښې د پولئېزې چارو په ښه ډول هوراولو له د دواړو غاړو خوښي ښكاره كړې شوه ۔ دوي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ملګرتيا ٬مرستې او د ښه ګاٶنډيتوب له مخې د كار كولو پرېكړه وكړه ۔دواړه پلاوي په دې خبره سلا شوو چې په نننو خبرو اترو كښې د رامخې ته شوېو رائيو څخه به خپل مشران خبرولې شي او د جون په 23مه او 24 مه نيټه تاشقند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقعه به د خارجه سلاحكار او افغان خارجه وزير ترمېنځه ملاقات كښې به لا ښه والي له ھڅې كولې شي ۔ په دې خبره ټينګار وكړې شو چې د پوله ايز انتظام چارو مشاورت لپاره مناسب مېكنزم جوړولو ته اړتيا ده ، موثره پوله ايز انتظام امن ته د ودې لپاره ٬ د ترهه ګرۍ مخنيوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو مستحكمولو لپاره ډېر ضروري دے۔ د افغانستان نائب خارجه وزير خارجه سلاحكار سرتاج عزیز سره د خېرسګالۍ ملاقات هم وكړو۔