فيصل آباد۔ 16 برېل (اے پي پي) د موسميات محكمې فېصل آباد د هېواد په بېلو برخو كښې د باران پېشنګوئي كړې ده۔ د موسميات محكمې تر مخه د 17 اپرېل د مازيګر نه تر 20 اپرېل د هېواد په ېبلو برخو كښې د سهار په وخت د فېصل آباد ډويژن په دريو ضلعو فيصل آباد ٬ ټوبه ټېك سنګه او جهنګ بشمول اسلام آباد ٬ پنډۍ ٬ اټګ ٬ ميانوالي ٬ سرګودها ٬ بهكر ٬ خوشاب ٬ جهلم ٬ حافظ آباد ٬ ګوجرانواله ٬ ګجرات ٬ سيالكوټ ٬ لاهور ٬ كښې د جاكړ سره د باران او په ځينې ځايونو د ږلۍ امكان ښودلے دے ۔دغسې په سنده ٬ جنوبي پنجاب او د بلوچستان بشمول په خېبر پښتونخوا كښې د 16 اپرېل نه په بره چترال٬ دير ٬ سوات ٬ شانګله ٬ كوهستان ٬ مانسهره ٬ ايبټ آباد ٬ بونېر ٬ كرم ٬ مومند٬ اوركزئۍ ٬ كوهاټ ٬ پیښور ٬ بنو٬ وزيرستان ٬ ډېره اسماعيل خان ٬ لكي مروت ٬ ټانك ٬ ګليات ٬ او د ګلګت بلتستان په اسكردو ٬ هنزه ٬ ديا مر بهاشا ٬ استور او كشمير كښې په مظفر آباد او نيلم وادۍ كښې د سيلۍ سره د باران او ځينې ځايونو د ږلۍ ورېدو امكان ښودلے دے۔دغسې اړندو ادارو ته د انتظاميي او بېړني انتظامات سپارښتنه شوې ده