ننکانه صاحب ، په جنم استھان ننکانه كښې د وساكھي او خالصه جنم ورځې دستورو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير او وزير مملكت ګډون

ننکانه صاحب ۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د ننكانه صاحب په مقدس مقام ، ګوردوارہ جنم استھان كښې د وساکھی مېله او د 326 مې خالصه جنم ورځې رنګا رنګې دستورې روانې دي۔ ګردې نړۍ څخه راغلې د زرګونو په شمېر سکھ یاتریان د خپلو مذهبي رسوماتو په ادا كولو كښې مصروف دي۔ په جنم استهان ننكانه صاحب كښې روانو دستورو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار اېم يوسف …

ننکانه صاحب ۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د ننكانه صاحب په مقدس مقام ، ګوردوارہ جنم استھان كښې د وساکھی مېله او د 326 مې خالصه جنم ورځې رنګا رنګې دستورې روانې دي۔ ګردې نړۍ څخه راغلې د زرګونو په شمېر سکھ یاتریان د خپلو مذهبي رسوماتو په ادا كولو كښې مصروف دي۔ په جنم استهان ننكانه صاحب كښې روانو دستورو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار اېم يوسف ٬ د اقليتي چارو وزير مملكت کھېل داس کوهستاني، او د اقليتي چارو صوبائي وزير سردار رمېش سنګھ اروړہ په خصوصي توګه ګډون وكړو۔ وزير مملكت كھيل داسې كوهستاني ګوردوارہ جنم استھان ته په راتلو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل زه د هندو ورورولۍ لخوا سكھ ورورولۍ له د وساكھي مباركي وركوم۔ ده ووئيل د بابا ګورونانك فلسفه د مينې ٬ امن او انسانيت ده په كومه به چې عمل كول وي۔ وفاقی وزیر سردار اېم یوسف ووئيل په پاكستان كښې ټول اقليتونه په مذهبي آزادۍ سره خپل رسومات ادا كوي۔ ده ووئيل سکھ یاتری پاكستان څخه د مينې او احترام جذبو سره بېرته خپلو هېوادونو ته ځي۔ ده ووئيل په زړه پورې انتظامات كولو انتظاميه د مباركبادۍ مستحق ده۔ د اقليتي چارو صوبائي وزير سردار رمېش سنګھ اروړہ هم سكھ کمیونټی له د خالصه جنم ورځې مباركي وركړه۔ ده ووئيل سږ كال د اپرېل 10 مې نېټې څخه 6,800 وېزې جاري كړې شوې او دا يو ځانګړے تاريخ دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د ټولو مذهبونو منونكي د يو بل په خوشحالو كښې ګډون كوي او د دې په مقابل كښې په هند كښې اقليتونه خپل ځان غېر محفوظ محسوسوي۔ په دې موقع د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې امن او سولې لپاره خاص دعاګانې هم وغوښتلې شوې۔