د وفاقي حكومت كامياب معاشي او مالي پالېسيو په بيعو ٬ ګرانۍ او پاليسي ريټ كښې ښكاره كمې كړې دې: انجینئر امیر مقام

پېښور ۔ 06 اپرېل (اے پی پی) پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا تېره د اتوار ورځ د شهباز شريف حكومت يو كال كاميابۍ سره په بشپړ كېدو او د وزيراعظم د بجلۍ په تاريخي ريليف پېكج د تشكر ورځې په توګه ولمانځله چې ورسره د پاكستان د ټولو صوبو د لكھونو په شمېر وګړو ته استفاده وشوه۔ وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په پېښور كښې د تشكر ورځې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د وفاقی حکومت پالیسۍ اولس لپاره دي او د وزيراعظم د تاريخي بجلي ريليف پېكج ټول قام ستائنه كړې ده۔ ده ووئيل دا د اختر په موقع اولس لپاره يوه ډالۍ ده۔ ده ووئيل هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شوے دے او د وفاقي حكومت كامياب معاشي او مالي پالېسيو په بيعو ٬ ګرانۍ او پاليسي ريټ كښې ښكاره كمې كړې۔ ده ووئيل آئي اېم اېف هم د شهباز شريف د حكومت د معاشي او مالياتي پالېسيو ستائنه كړې ده۔ ده ووئيل د وزیراعظم رمضان ریلیف پېکج په سپېځلي ډول ووېشلے شو د كوم د لارې چې د لكھونو په شمېر بې وزله وګړو مرسته وكړې شوه۔ انجینئر امیر مقام ووئيل چې د پي ټي آئي سياست تر اډياله زندان محدود دے دغسې چې باني يۍ ريليف ترلاسه كړے شي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا زمونږ صوبه ده كومه چې د ترهګرۍ چېلنج سره مخ ده۔ ده پي ټي آئي څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې سياست ترهګرۍ څخه جلا كړي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا پرمختګ لپاره امن ضروري دے٬ پي ټي آئي بايد د ترهګرۍ ختمولو ته پام وګرځوي۔ وفاقی وزیر ووئيل مسلم لیګ (ن) ریکارډ پرمختيائي منصوبې بشپړ كړې په كومو كښې چې هزارہ اېکسپرېس وے، لواری ټنل چترال ، پېښور ناردرن بائی پاس او داسې نور شامل دي۔ په اولسي غونډه كښې د وزيراعظم شهباز شريف ٬ د مسلم ليګ (ن) صدر نواز شريف او د انجینئر امیر مقام په حق كښې نعرې پورته كړې شوې۔