
سیالکوټ۔6 اپرېل(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف په خپله استوګنه د وګړو مسئلې واورېدلې او د هغې حل كولو لپاره يۍ د اړوندو محكمو چارواكو ته هدايات جاري كړل۔ د صوبائي اسمبلۍ غړي اېم منشاﺀ اے بټ او خواجه سلطان ټيپو په شمول د مسلم ليګ نون عهدېدارانو او كارمندانو هم خپلو لارښودو سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي اېم منشاﺀ اے بټ ووئيل چې د بجلۍ په بيعه كښې كمې او د ګرانۍ په شرح كښې زيات كمې د مسلم ليګ نون د مشرتابه او د اتحادي ګوندونو د نه ستړې كېدونكې خوارۍ نتيجه ده۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف كمزورے معيشت په خپلو پښو اودرولو او نن د دې مېوې اولس سره ګډولې شي۔ ده ووئيل د هېواد په بېلو سيمو كښې د پرمختيائي كارونو جال خپور كړے شوے دے او دغسې په سيالكوټ كښې هم مېګا پرمختيائي منصوبې پېل كولې شي۔