سرینګر۔6 اپرېل(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې نوموړے عالم دين او د آستانه حاجي سيد حسن ٬ نبدي پوره سرينګر متولي آغا سيد عبد الباقي رضوي نن سهار په حق ورسېد۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې آغا سید عبدالباقی رضوی يو مذهبي شخصيت ؤ۔ د خپلو مذهبي او سماجي خذماتو له امله هغه ته د احترام په نظر كتلې شؤ۔ هغه په خاص توګه په سختو وختونو كښې د كميونټي په لارښودنه كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د هغه عمر 90 كال ؤ۔ ارواښاد به خپله پلرنۍ مقبره بابا مزار جډی بل كښې له ماځيګر لمونځ څخه وروستو خاورو ته سپارلے شي۔