
لاهور۔6 اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو او همغږۍ وفاقي وزير سردار ايم يوسف وئيلي دي چې سږ كال به د سركاري حج سكيم لاندې 90 زره عازمين حجاز مقدس ته ځي٬ حج پروازونه به 29 اپرېل څخه پېل شي۔ د هېواد په بېلو ضلعو كښې عازمينو ته د حج تربيه وركولې شي۔ د حج تربيې اولنے پړاؤ د روژې مباركې مياشتې څخه وړاندے بشپړ كړے شوے ؤ ٬ دويم پړاؤ به 8 مئي څخه په پنجاب پوهنتون كښې پېل كړے شي۔ ده ووئيل زما د دورې مقصد په لاهور كښې د حج انتظاماتو جاج اغستل وو ولې چې لويې شمېر غازمين به دې ځايې څخه رانيږي۔ سردار یوسف ووئيل د حجاج كرام وېکسینېشن او د اړوندو معلوماتو په شمول نورو ضرورتونو له هدايات جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل د حكومت هڅه ده چې په راروانو دوه مياشتو كښې حجاج كرام لپاره ځانګړې انتظامات وكړې شي او په دې لړ كښې ما په سعودي عربستان كښې د حج وزارت مسؤلينو سره خبره كړې ده۔ په دې اړه مو وزيراعظم ته هم بريفنګ وركړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د بجلۍ په بيعو كښې د كمي اعلان كولو سره اولس ته زيات ريليف وركړو۔ قام لپاره دا لويه خوشخبري ده۔ اولس ته په وركړې شوې دې ډالۍ نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف او ټول اولس د مباركۍ مستحق دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل موجودہ حکومت تر ټولو زيات د ګرانۍ مخنيوي ته خپل پام ګرځولے دے دغسې چې بې وزله وګړي سوكاله ژوند تېر كړې شي۔ ده ووئيل د پاك پروردګار فضل دے په يو كلن اقتدار كښې ګراني سنګل ډيجېټ ته راغلې ده هيله ده چې په راتلونكو ورځو كښې به اولس له نور ريليف هم وركړے شي۔