ملتان، د نشتر روغتون په 8 نمبر وارډ كښې په لګيدلي اور قابو وموندلے شو

ملتان۔ 06 اپرېل (اے پی پی) د ملتان نشتر روغتون 8 نمبر وارډ په اے سي آؤټر كښې د سهار په وخت په لګېدلي اور د روغتون انتظاميې او رېسيكو ډلو قابو وموندلو۔ د پېښې اطلاع په سمدستي توګه ریسکیو 1122 ته وركړې شوه۔ رېسكيو ډلې په وخت د پیښې ځايې ته ورسېدې او په لږ وخت كښې يۍ د روغتون تكنيكي عملې سره په ګډه په اور قابو وموندلو۔ ریسکیو ډلو او د روغتون انتظاميې په منظم ډول ټول رنځوران محفوظ وارډز ته منتقل كړل۔