لاهور۔5 اپرېل(اے پی پی) د بېساکھی مېلې او خالصه جنم ورځې په دستورو كښې ګډون كولو له به هندي سكھ ياتري د روانې مياشتې په 10 مه نيټه د واهګه پولې د لارې پاكستان ته رارسي٬ د كاناډا ٬ امريكې او برطانيې په شمول نورو هېوادونو څخه د ياتريانو د راتللو لړۍ روانه ده۔ د متروکه وقف املاک بورډ وياند له مخې د بېساكھي مېلې مركزي دستوره به په 14 اپرېل په ګوردوارہ پنجه صاحب حسن ابدال كښې كيږي۔ د وياند له مخې د متروكه وقف بورډ اېډیشنل سېکرټری سېف اے کھوکھر او د پاکستان سکھ ګورودوارہ پربندھک کمېټۍ پردھان سردار رمیش سنګھ اروړہ په شمول نور اعلی چاروكي او سكھ لارښود به راتلونكو مېلمنو ته هركلې وائي۔ وياند ووئيل ياتريان به په 16 اپرېل د كرتار پور او په 18 اپرېل د لاهور دوره كوي۔۔ وياند وئيلي چې مركزي دستوره به په ګورودوارہ پنجه صاحب حسن ابدال كښې په 14 اپرېل كيږي او په 19 اپرېل 10 ورځنې دوره بشپړ كېدو څخه وروستو به سكھ ياتريان بېرته روانېږي۔