استور ٬ د بلتستان حكومت د اطلاعاتو خاص مرستيال د صدر مملكت زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونې

استور۔ 03 اپرېل(اے پی پی) د ګلګت بلتستان حكومت د اطلاعاتو خاص مرستيال د صدر مملكت زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې ده وئيلي چې صدر مملكت يو مهم قامي لارښود دے او د ده روغتيا ټول ملت لپاره اهميت لري۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے صدر آصف علي زرداري ته زر تر زره شفاﺀ كامله وركړي۔ ده زياته كړه چې د قامي مشرتابه صحت او تندرستي د پاكستان استحكام لپاره ضروري ده او مونږ ټولو له به د دوئي روغتيا او عافيت لپاره لاس په دعا پاتې كېدل وي۔