لاهور۔3اپرېل(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف د پخواني ټېسټ كركټر فاروق حميد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د غمرازۍ په پخپل پېغام كښې دې ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ د ارواښاد كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو او په غم كښې يۍ شريك يوو۔ په قامي كركټ لوبډله كښې د فاروق حميد شمار په هغه باصلاحيته لوبغاړو كښې كيږي كومو چې هېواد او قام لپاره په زړه پورې لوبه كړې۔ دې ووئيل ارواښاد د لوبې د لارې د پاكستان نامه روښانه كړه۔ د ده په حق رسېدو سره د لوبو په نړۍ كښې پېدا شوې خلا به كله هم ډكه نه شي٬ په قامي كركټ ډله كښې به د ارواښاد نامه تل ياد ساتلې شي۔ دې دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔