پېښور ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان گنډاپور وئيلي دي چې وړوكے اختر په اسلامي نړۍ كښې د اجتماعيت او يووالي سوچ پېدا كوي او نن مونږ د يو قام په حېث اجتماعيت او يووالي ته زياته اړتيا لرؤ۔ په خپل يو پېغام كښې وزيراعلی ووئيل د وړوكي اختر اصل فلسفه دا ده چې مونږ خپل چاپیرچل كښې بې وزله او د ټولنې …
وړوكے اختر په اسلامي نړۍ كښې د اجتماعيت او يو والي سوچ پيدا كوي ٬ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور

مزید خبریں
پېښور ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان گنډاپور وئيلي دي چې وړوكے اختر په اسلامي نړۍ كښې د اجتماعيت او يووالي سوچ پېدا كوي او نن مونږ د يو قام په حېث اجتماعيت او يووالي ته زياته اړتيا لرؤ۔ په خپل يو پېغام كښې وزيراعلی ووئيل د وړوكي اختر اصل فلسفه دا ده چې مونږ خپل چاپیرچل كښې بې وزله او د ټولنې محرومې طبقې په خپلو خوشحالو كښې شريكې كړؤ او داسې كولو سره مونږ نه يوازې خپلې خوشحالۍ يو په دوه كولې شوو بلكه د پروردګار رضا هم ترلاسه كولې شوو۔ ده ووئيل د وړوكي اختر يو مهم پېغام متقابله مينه ٬ ورورولي او يو موټې كېدل هم دي په كوم عمل كولو سره چې مونږ د خپل هېواد سوكالي او سلامتيا باوري كولې شوو۔ وزیراعلیٰ په دې موقعه د هېواد د پولو په حفاظت مامور د امنيتي ځواكونو ځوانانو له د وړوكي اختر خصوصي مباركي وركړه۔







