رياست ٬ آئين او قانون منونكو سره خبره كيدې شي٬ ترهګرو سره نه: د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي

کوئټه۔ 26 مارچ (اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي چې رياست ٬ آئين او قانون منونكو سره خبره كيدې شي٬ ترهګرو سره نه٬ د ترهګرو به د هېواد دننه او بهر ھر ځاې تعاقب كولې شي٬ سبا څخه به جعفر اېكسپرېس پېښور ته روانيږي ٬ د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د رېلوے ډی اېس سره په ګډه په كوئټه …

کوئټه۔ 26 مارچ (اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي چې رياست ٬ آئين او قانون منونكو سره خبره كيدې شي٬ ترهګرو سره نه٬ د ترهګرو به د هېواد دننه او بهر ھر ځاې تعاقب كولې شي٬ سبا څخه به جعفر اېكسپرېس پېښور ته روانيږي ٬ د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د رېلوے ډی اېس سره په ګډه په كوئټه كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ترهګر كوم دين يا ايمان لري٬ د يو سازش لاندې قام پرستۍ ٬ فرقه پرستۍ او صوبائيت ته هوا وركولې شي٬ په ټرېن بريد كښې عام وګړي په نخښه كړې شول۔ ده ووئيل ترهګرو ته دا پېغام دے چې اوس به جعفر اېكسپرېس په اونۍ كښې د درې په ځائې اووه وارې چلولې شي۔ پوليس او اېف سي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو چې هغوي سر په تلي كښې اېښودلو سره عام وګړي بچ كړل۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا په غونډه كښې او په حكومتي كچه دا پرېكړه وكړې شوه چې د ترهګرو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ زمونږ پوځ 30 كلونو څخه د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي٬ د بلوچستان اولس د چا په ضد نه دي٬ د ټرېنونو سېكورټي له مهم ګامونه پورته كړې شوي دي۔ ده ووئيل د رېلوے پولیس سره د امنيتي اهلكارو كمې دې له دې كبله 500 پوليس اهلكار به ډېر زر بھرتي كولې شي په كومو كښی به چې 70 فيصد اهلكار په بلوچستان كښې تعينات كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل په 29 مارچ به اختر لپاره خصوصي ټرېن كوئټه څخه روانيږي۔ د اختر تر اولنو درې ورځو په كرايانو كښې 20 فيصده كمې شوې دې۔