پېښور 14 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ضم شوو ضلعو اقليتي ورورولۍ نمائنده پلاوي ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات کړے۔ملاقات كښې د پخواني صوبائي وزير ولسن وزير په مشرۍ كښې پلاوي ګورنر په ضم شوو ضلعو كښې د مېشته اقليتيي ورورولۍ مسئلو څخه خبر كړو۔پلاوي ضم شوو ضلعو كښې د كلن پرمختيائي پروګرام منظور شوو د پرمختيائي پروژو پيل كولو كښې تاخير …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ضم شوو ضلعو اقليتي ورورولۍ پلاوي ملاقات
پېښور 14 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ضم شوو ضلعو اقليتي ورورولۍ نمائنده پلاوي ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات کړے۔ملاقات كښې د پخواني صوبائي وزير ولسن وزير په مشرۍ كښې پلاوي ګورنر په ضم شوو ضلعو كښې د مېشته اقليتيي ورورولۍ مسئلو څخه خبر كړو۔پلاوي ضم شوو ضلعو كښې د كلن پرمختيائي پروګرام منظور شوو د پرمختيائي پروژو پيل كولو كښې تاخير په اړه د خپل تشويش څرګندونه وكړه۔ملاقات كښې د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره خصوصي دعا هم وشوه۔پلاوي ګورنر د ضلع کرم په موجوده صورتحال كښې هلته اقليتي ورورولۍ ته د خوراك او داروګانو وركولو درخواست هم وكړو۔پلاوي ګورنر ته د اقليتي ورورولۍ لپاره د اديرې ، ملازمتونو كښې په ځائې كچه اقليتونو ته د پام لرنې كولو پشمول نورې غوښتني هم وكړې۔ د ملاقات په مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل ضم شوې ضلعي په آئيني او قانوني توګه اوس د صوبې برخه دي، ضلع کرم كښې هره ورځ هلال احمر د خوراك او نور څيزونه وركوي۔ده ووئيل اقليتونه د پاکستان وګړي دي د كومو د ټولو حقونو تحفظ به چې باوري كولې شي، ضم شوو ضلعو كښې مېشته اقليتي ورورولۍ پشمول د قبائلي اولس احساس محرومي به باوري كولې شي۔











