د مسافر بس ويګن سره د ټكر كيدو پيښه ٬ 5 مړه ٬ 20 ټپيان

چشتیاں ۔ 06 جنوری (اے پی پی) ډونګه بونګه ته نزدے د تند رفتاره مسافر بس يو وېګن سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 20 نور ټپيان شول كوم چې ډسټرکټ روغتون ته منتقل كړې شوي ٬ د 7 ژوبل شويو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د پوليس له مخې په هارون آباد روډ ګجياني اډې ته نزدې تند رفتاره مسافر بس بې قابو كېدو …

چشتیاں ۔ 06 جنوری (اے پی پی) ډونګه بونګه ته نزدے د تند رفتاره مسافر بس يو وېګن سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 20 نور ټپيان شول كوم چې ډسټرکټ روغتون ته منتقل كړې شوي ٬ د 7 ژوبل شويو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د پوليس له مخې په هارون آباد روډ ګجياني اډې ته نزدې تند رفتاره مسافر بس بې قابو كېدو سره بل اړخ څخه راروان هائي اېس وېن سره ټكر شو۔ د پېښې په نتيجه كښې د 7 كلنې كوچنۍ په شمول 5 كسان مړه او 20 څخه زيات ژوبل شول كوم چې رېسكيو ډلو ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته منتقل كړل۔ په ژوبل شويو كښې د 7 كسانو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ بس ډرائيور موقعې څخه وتښتېد۔ د صدر پوليس تھاڼې د مفرور ډرائيور په ضد اېف آئي آر درج كولو سره بس تحويل كښې واغست۔

مزید خبریں