كوئټه حلقه پي بي 45 په 15پولنګ سټيشنو به ووټنګ سبا كېږي۔صوبائي اليكشن كمشنر

كوئټه 04 جنوري (اے پي پي) د كوئټه حلقه پي بي 45 په 15پولنګ سټيشنو به ووټنګ سبا كېږي۔ د بلوچستان صوبائي اليكشن كمشنر له مخې د بلوچستان اسمبلۍ حلقه PB-45كوئټه VIII په 15 پولنګ سټيشنو به ري-پولنګ په 5 جنوري د اتوار په ورځ كېږي،په دې لړ كښې ټول ضروري انتظامات بشپړ شوې دي۔دا خبره دې ياده وي چې دې څخه وړاندې په دې چوكۍ د پاكستان پيپلز ګوند …

كوئټه 04 جنوري (اے پي پي) د كوئټه حلقه پي بي 45 په 15پولنګ سټيشنو به ووټنګ سبا كېږي۔ د بلوچستان صوبائي اليكشن كمشنر له مخې د بلوچستان اسمبلۍ حلقه PB-45كوئټه VIII په 15 پولنګ سټيشنو به ري-پولنګ په 5 جنوري د اتوار په ورځ كېږي،په دې لړ كښې ټول ضروري انتظامات بشپړ شوې دي۔دا خبره دې ياده وي چې دې څخه وړاندې په دې چوكۍ د پاكستان پيپلز ګوند حاجي علي مدد جتك كامياب شوې ؤ ٬ حلقه پي بي 45 اليكشن كښې د پاكستان پيپلز ګوند علي مدد جتك ، جمعيت علما اسلام ف لارښود مير عثمان پركاني ،پشتونخوا ملي عوامي پارټي مجيد خان اچكزئي او پشتونخوا نښشنل عوامي پارټي نصرالله زيرے ترمينځه سخته مقابله متوقع ده۔په دې لړ كښې ضلعي انتظاميې او اليكشن كمېشن ټول انتظامات بشپړ كړې دي،په دې موقع د سكيورټي هم سخت انتظامات شوې دي۔