اوچه يخني د انسانانو غوندې ډنګر هم متاثره كوي ٬ لائيو سټاك فارمرز

فيصل آباد ۔ 30 دسمبر (اے پي پي) د لائيو سټاك او ډېري ډوېلپمنټ د فيصل آباد ډوېژن ډائرېكټر ډاكټر نديم بدر وئېلي دي د اوچې يخنۍ په سبب په لويو وړو ډنګرو كښې د خلې او كولمو ناروغتيا راپېدا كېدو اندېښې زياتېږي ځكه چې څنګه اوچه يخني انسانان متاثره كوي دغسې ډنګر هم د دې نه ځپلے كېږي ۔ ده ووئېل په ټولو ويټرنري هسپتالونو او ډسپنسرو كښې اړوند …

فيصل آباد ۔ 30 دسمبر (اے پي پي) د لائيو سټاك او ډېري ډوېلپمنټ د فيصل آباد ډوېژن ډائرېكټر ډاكټر نديم بدر وئېلي دي د اوچې يخنۍ په سبب په لويو وړو ډنګرو كښې د خلې او كولمو ناروغتيا راپېدا كېدو اندېښې زياتېږي ځكه چې څنګه اوچه يخني انسانان متاثره كوي دغسې ډنګر هم د دې نه ځپلے كېږي ۔ ده ووئېل په ټولو ويټرنري هسپتالونو او ډسپنسرو كښې اړوند داروګان موجود دي۔ ده هيله څرګنده كړه جې د لائيو سټاك فارمرز به د بې غورۍ مظاهره ونه كړي ۔ ده ووئېل د هر ډول معلومات ٬ مشورې او مرستې لپاره د لائيو سټاك محكمې په هيلپ لائن تماس نيولے كېدے شي ۔ ده ووئېل په ډنګرو كښې چې څه ډول د ناورغتيا اثار رامخې ته شي نو سمدستي د لائيو سټاك محكمې سره رابطه وكړې ډغسې چې ډنګرو له په وخت طبي مرستې وركولو سره د ناروغتيا علامات ختمولو او د كومې پېچلتيا نه ساتلو له مرسته تر لاسه شي ۔

مزید خبریں