شانګله، په ګنانګر پولیس پوسته د ترهګرو بريد ٬ 2 پوليس اهلكار شهيدان

پېښور ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د شانګله ضلعې چكسر تھاڼې په ګنانګر پوليس پوسته د شپې په تياره كښې د ترسره شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې 2 پوليس اهلكار شهيدان شوي دي ٬ بياهم پوليس ځوانانو د ترهګرو بريد وتمبولو۔ د پولیس وياند له مخې ترهګرو په چېك پوسته بريد لپاره درنه وسله وكاروله۔ په ډيوټۍ موجود اهلكار د ترهګرو په لاره كښې د مضبوط دېوال په …

پېښور ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د شانګله ضلعې چكسر تھاڼې په ګنانګر پوليس پوسته د شپې په تياره كښې د ترسره شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې 2 پوليس اهلكار شهيدان شوي دي ٬ بياهم پوليس ځوانانو د ترهګرو بريد وتمبولو۔ د پولیس وياند له مخې ترهګرو په چېك پوسته بريد لپاره درنه وسله وكاروله۔ په ډيوټۍ موجود اهلكار د ترهګرو په لاره كښې د مضبوط دېوال په څير ټينګ پاتې شول او د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره يۍ د ترهګرو بريد ناكامه كړو۔ په ګوله د لګېدو له امله هېډ كانسټېبل نثار احمد په ځاے شهيد او چوكي انچارج اېس آئي اېم حسن ژوبل شو كوم چې وروستو په بټګرام روغتون كښې په حق ورسېد۔ آئي جي پولیس خېبر پښتونخوا اختر حیات خان د بريد په مهال د شهادت درناوي ترلاسه كوؤنكو پوليس اهلكارو او د مقابله كوؤنكو مړانې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده وئيل اے اېس آئی اېم حسن او هېډ كانسټېبل نثار احمد د دې خاورې حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ ده ووئيل پوليس فورس د دوئي قربانۍ او جذبې ته سلام كوي۔ ده ووئيل د پوليس ځوانانو وينه به بې ځايه نه ځي۔ ده زياته كړه چې په بريد كښې ككړ شرخوښي به نيولو سره قانون ته وړاندې كولې شي۔ په بريد كښې د شهيد شويو پوليس اهلكارو د جنازې لمونځ په شیر علی خان شهید پولیس لائنز شانګله كښې ادا كړے شو۔

مزید خبریں