د خېبر پښتونخوا ګورنر د آرمي پبلك سكول پېښې شهيدانو په 10 م تلين پېغام

پېښور ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آرمي پبلك سكول پېښور پېښې 10 كلونو په بشپړېدو خپل پېغام كښې د دغه دړدېدلي بريد په نتيجه كښې نزدې 150 شهيدو شوو ماشومانو او استاذانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي كورنيو سره د زړه له كومې خواخوږي څرګنده كړې ده۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د هغه بې ګناه …

پېښور ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آرمي پبلك سكول پېښور پېښې 10 كلونو په بشپړېدو خپل پېغام كښې د دغه دړدېدلي بريد په نتيجه كښې نزدې 150 شهيدو شوو ماشومانو او استاذانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي كورنيو سره د زړه له كومې خواخوږي څرګنده كړې ده۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د هغه بې ګناه شهيدانو ستره قرباني رايادوي كوم چې د علم ترلاسه كولو په لاره كښې د ترهګرو د سفاكيت ښكار شول۔ ګورنر د دې عزم پخلے وكړو چې ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو دے او د شهيدانو قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي۔ ده ووئيل دا پېښه نه يوازې دا چې يوه دړدېدلې پېښه وه بلكې د قام د حوصلې او عزم امتحان هم ؤ۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په شمول ټول اولس د اے پي اېس شهيدانو مېندو حوصلې او عزم ته سلام كوي۔ ګورنر ووئيل د شهيدانو دا ورځ مونږ ته دا رايادوي چې زدكړې ٬ امن او پرمختګ زمونږ منزل دے۔ مونږ به د خپلو شهيدانو مشن مخ په وړاندې بوځؤ او يو داسې سباؤن به باوري كوؤ چرته چې زمونږ ماشومان د يرې څخه آزاد پاتې كېدو كښې علم ترلاسه كړي۔ ده ووئېل دا ورځ مونږ ته د دې لوظ كولو موقع هم راكوي چې مونږ به د ترهګرۍ په ضد جنګ روان ساتؤ او پاكستان به د امن او پرمختګ مركز جوړوؤ

مزید خبریں