پېښور ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امین خان ګنډاپور په آرمي پبلك سكول دردناك بريد د هېواد د تاريخ تر ټولو ناوړه پېښه ګرځولو سره وئيلي دي د آرمی پبلک سکول دا پېښه د هېرولو نه ده كومې چې هره سترګه ژړولې ده ٬ دې پېښې په هېواد كښې د تلپاتي امن بنياد كېښود٬ ټول قام ٬ حكومت او ادارې يۍ د شريك دښمن …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د اے پي ايس لسم تلين په موقع بيان

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امین خان ګنډاپور په آرمي پبلك سكول دردناك بريد د هېواد د تاريخ تر ټولو ناوړه پېښه ګرځولو سره وئيلي دي د آرمی پبلک سکول دا پېښه د هېرولو نه ده كومې چې هره سترګه ژړولې ده ٬ دې پېښې په هېواد كښې د تلپاتي امن بنياد كېښود٬ ټول قام ٬ حكومت او ادارې يۍ د شريك دښمن په ضد يو كړې۔ د اے پي اېس د شهيدانو غم نن هم زمونږ په زړونو كښې تازه دے او تل به دغسې ژوندے وي۔ د 16 دسمبر اې پي اېس پېښې لسم تلين په موقع خپل بيان كښې وزیراعلیٰ ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته هغه دردنكې پېښه يادكېرنه كوي كله چې د انسانيت دښمنانو كاشومان زدكوؤنكي بې دردۍ سره ووژل۔ علی امین ګنډاپور ووئيل دې پېښې ټول قام او ادارې د ترهګرۍ ناسور له ټولنې څخه ختمولو له يو كړے٬ ده ووئېل نېشنل اېکشن پلان جوړ كړے شوے كوم چې د سوله ايز پاكستان پلو يو سم او په وخت پورته كړے ګام ثابت شوے۔ وزیراعلیٰ ووئيل د 16 دسمبر ورځ مور پلار لپاره ډېره د غم او دړد ورځ وه ولې چې په دغه ورځ د دوي د زړه ټكړې دوي څخه جلا كړې شوڅي ۔ دوي د قربانۍ هغه داستان رقم كړے كوم چې كله هم هېرېدے نه شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د صوبې اولس او ټول قام د اے پي اېس شهيدانو د كورنيو عزم او حوصلې ته سلام كوي كومو چې په پورا زغم او استقامت سره د خپلو ماشومانو جدائي برداشت كوي









