د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره ظفر الله خان مروت او ناظم خان دراني وليدل

پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د صوبائي اسمبلۍ غړي ظفر الله خان مروت او د واه كينټ نومړې سياسي او سماجي شخصيت ناظم خان دراني ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د هېواد او په خاص توګه د خېبرپښتونخوا په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوی۔د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان …

پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د صوبائي اسمبلۍ غړي ظفر الله خان مروت او د واه كينټ نومړې سياسي او سماجي شخصيت ناظم خان دراني ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د هېواد او په خاص توګه د خېبرپښتونخوا په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوی۔د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان ناوړه صورتحال د تشويش وړ وګرځولے شو۔د پلاوي غړو په صوبه كښې د امن او صوبائي حقونو ترلاسه كولو لپاره د خېبرپښتونخوا ګورنر هڅې او په خاص توګه ټول ګونديز كنفرنس كول يو ښه او عوام دوست اقدام وګرځولو۔

مزید خبریں