صوبائی حکومت د وړومبۍ ورځ څخه د کرپشن په ضد په زیرو ټالرنس پالیسۍ عمل كوي ۔ د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ

پېښور 09 دسمبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور ووئيل صوبائی حکومت د وړومبۍ ورځ څخه د کرپشن په ضد په زیرو ټالرنس پالیسۍ عمل كوي۔د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین ګنډا پور ووئيل د اولسي خذمت په څانګو كښې شفافیت، احتساب او ځواب وركولو ماحول ته وده وركوو۔ده ووئيل صوبائی حکومت د معلومات …

پېښور 09 دسمبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور ووئيل صوبائی حکومت د وړومبۍ ورځ څخه د کرپشن په ضد په زیرو ټالرنس پالیسۍ عمل كوي۔د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین ګنډا پور ووئيل د اولسي خذمت په څانګو كښې شفافیت، احتساب او ځواب وركولو ماحول ته وده وركوو۔ده ووئيل صوبائی حکومت د معلومات او خدمات تر رسني قوانین نافذ کړې شوي، دغه قوانین سرکاری محکمو كښې د بدعنوانۍ ناسور ختمولو كښې تر ډير حد مرستياله ثابت شوې دي۔علی امین ګنډا پور ووئيل موجوده صوبائی حکومت د يو نوي اقدام په توګه ’’اختیار د اولس ‘‘ پورټل اجراء كړې ده،د دې پورټل د لارې تر اوسه ګڼ شمير ګيلو اندراج شوې چې پكښې زياتره حل كړې شوي۔

مزید خبریں