كوئټه 06 دسمبر (اے پي پي)د صنعت او تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي چې بلوچستان نړيوال اهميت لرونكې بزنس ګيټ وے دے٬د بلوچستان د لارې مينځني آسيائي رياستونو او يورپ سره تجارت ممكن دے٬وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان ته بشپړه پام كوي٬د اقتصادي زونز نه علاوه د اقتصادي پلان لپاره د ټولو كردار لازمي دے ترڅو چې اقتصادي پرمختګ نه وي شوې په صوبه كښې معاشي خوشحالي …
بلوچستان نړيوال اهميت لرونكې بزنس ګيټ وے دے۔د تجارت وفاقي وزير

مزید خبریں
كوئټه 06 دسمبر (اے پي پي)د صنعت او تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي چې بلوچستان نړيوال اهميت لرونكې بزنس ګيټ وے دے٬د بلوچستان د لارې مينځني آسيائي رياستونو او يورپ سره تجارت ممكن دے٬وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان ته بشپړه پام كوي٬د اقتصادي زونز نه علاوه د اقتصادي پلان لپاره د ټولو كردار لازمي دے ترڅو چې اقتصادي پرمختګ نه وي شوې په صوبه كښې معاشي خوشحالي نشي راتللې مونږ له به د مصنوعي پي اېس ډي پي رجحان ختمول وي او په ټوله صوبه كښې به داسې پروژې پیل كول وي كوم څخه چې ټولو خلكو ته ګټه ورسي٬د بلوچستان معاشي خوشحالۍ لپاره به مونږ ټولو له په ګډه سنجيدګۍ سره مظاهره كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د صنعت او تجارت ايوان كوئټې بلوچستان عهديدارانو او غړو سره غونډې ته د خيالاتو څرګندونه او ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔په دې موقع د چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر محمد ايوب مرياني٬حاجي اختر كاكړ نو او نور هم موجود وو۔جام كمال ووئيل چې مونږ د بلوچستان اقتصادي پلان لپاره د ټولو تجاويز اخستل غواړو٬وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان ته بشپړه پام كوي٬مونږ له به ايكسپورټ پرموشن لپاره اقدامات پورته كول وي۔ده ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف وفاقي وزير احد چيمه په مشرۍ كښې اكنامك زونز لپاره جائزه كمېټي جوړه كړی٬مونږ ډوميسټك كامرس پالېسۍ ته هم ري وايو كوو٬۔۔۔۔مونږ ټريډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان سره په ګډه د ضلعې په كچه د كامرس ښه والي لپاره كار كوو٬يوه خبره ترسره شوې چې ايكسپورټ انډسټري تر دې مهاله پرمختګ نشي كولې تر څو چې لوكل انډسټريز او كاروباري طبقو ته ٬آسانۍ وركول ممكن نه كړی شي۔ده وئويل چې بلوچستان د نړيوال اهميت وړ بزنس ګيټ وے دے۔ده ووئيل چې بلوجستان د معدنيات څخه ډكه صوبه ده۔په آخر كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ته د كوئټې بلوچستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري لخوا يادګاري شيلډ وركړی شوې۔









