پېښور 05 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ كښې د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د شوي آل پارټیز کانفرنس شريكه اعلامیه كښې د ټولي صوبي سیاسي قیادت د امن په خراب شوي صورتحال د اندېښنې څرګندونه كړې ۔آل پارټیز کانفرنس په اختتام جاري كړې شريكه اعلامیه كښې ووئيل شول د روان كال د تير كال په نسبت زیات خونړے ؤ،په تيره مياشت …
د پيښور ګورنر هاؤس ټول ګونديز کنفرنس اعلامیه، خيبر پښتونخوا كښې د امن په خرابه شوې وضعه د انديښنې څرګندونه

مزید خبریں
پېښور 05 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ كښې د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د شوي آل پارټیز کانفرنس شريكه اعلامیه كښې د ټولي صوبي سیاسي قیادت د امن په خراب شوي صورتحال د اندېښنې څرګندونه كړې ۔آل پارټیز کانفرنس په اختتام جاري كړې شريكه اعلامیه كښې ووئيل شول د روان كال د تير كال په نسبت زیات خونړے ؤ،په تيره مياشت كښې 70 څخه زيات سکیورټي اهلکار شهيدان شوي۔اعلامیه كښې ووئيل شول ضلع کرم كښې د روان فرقه وارانه فسادات اور په نتيجه كښې 200 څخه زيات كسان مړه شوي دي۔د شريكي اعلاميې له مخې په غونډه كښې د صوبي په مالي او سیاسي صورتحال او د صوبې د ګټې تحفظ له د ټولو سياسي ګوندونو په نمائندګۍ كښې د سیاسي او ټیکنیکل کمېټۍ جوړولو پريكړه وشوه۔اعلامیه كښې ووئيل شول 7م این اېف سي ایوارډ نزدې د تيرو دوه نيمو كلونو راهسې غیر موثر شوے ٬ لهٰذا په سمدستي توګه دې 11م این اېف سي ایوارډ جاري كړے شي،این اېف سي ایوارډ كښې پخوانۍ فاټا لپاره بېلې شوې درې فیصده روپۍ په تيرو 5 كلونو كښې نه دې ریلیز شوي۔په غونډه كښې د فاټا لپاره بېلې شوې واجب الادا درې فیصده روپۍ دې د سرتاج عزیز کمېټۍ سفارشات له مخې جاري كړې شي او د سرتاج عزیز کمېټۍ په سفارشات دې عمل او نوي این اېف سي ایوارډ دې د صوبې سر شميرې له مخې او فارمولا كښې فارسټ او ماحولیات شامل كړے شي ۔شريكه اعلاميه كښې ووئيل شول فورم په متفقه توګه د دې تاريخي حقیقت پخلے كوي چې صوبه كښې مائنز اینډ منرلز د صوبو د اولس ملکیت او د نوو نسلونو امانت دے او غوښتنه شوې چې ټوله صوبه كښې د وركړے شوو لیز تفصیلات دې اولس ته په ډاګه كرے شي۔غوښتنه شوې چې د پاك افغان بارډر ټولې تاريخي تجارتي لاري دې هر ډول تجارت لپاره په سمدستي توګه پرانستلې شي۔سیاسی قیادت په شريكه اعلاميه كښې غوښتنه وكړه چې وفاقي حکومت دې د آئين آرټیکل 158 له مخې د صوبې اولس له په ترجیحی بنیادونو ګاز وركول باوري كړي او د آئين آرټیکل 161 له مخې این ایچ پی او فیډرل ایکسائز ډيوټي آن آئل دې صوبې له وركړې شي ۔ د شريكې ګټې كونسل غونډه دې د آئينی مودې له مخې په باقاعدګۍ سره راوبللې شي،صوبآئي حکومت دې پی اېف سي جوړ او باقاعده ایوارډ جاري كړي۔جاري اعلاميه كښې غوښتنه وشوه چې كوټلي بلدیاتی نظام او بلدیاتي نمائندګانو له دې د لوکل ګورنمنټ له مخې د كوم امتياز نه غير فنډ ورکړے شي۔د اوبو وسائلو كښې د صوبې چې كومه برخه 1991 ډبلیو اے اے كښې پیرا 2 ،4 او 10 له مخې جوړيږي مرکز دې صوبې له انفراسټرکچر وركړي،لكه څنګه چې پاتي صوبو له مرکز وركوي،ټولو قبائلي ضلعو كښې د عملياتو له امله بے كوره شوي كسان دې د عزت او لوظونو له مخې بيرته خپلو سيمو ته ولېږلې شي۔









